هلمند كې د ملي اردو په كنډك بريد شوى

هلمندپه هلمند كې د ملي اردو سرچينې وايي په دغه ولايت كې يې د ملي اردو په يوه كنډك د وسله والو طالبانو د يوه بريد مخه نيولې ده.

د ۲۱۵ ميوند قول اردو وايي دا بريد د هلمند په سنګين ولسوالې كې نن سهار ترسره شو، د ۲۱۵ ميوند قول اردو د عامه اړيكو مسول محمد رسول ځاځى وايي وسله والو لومړى د كنډك په دروازه كې د موټر په وسيله ځانمرګى بريد كړى او درېيو نورو بريدګرو د ملي اردو كنډك ته د ننوتو هڅه كوله چې د ملي اردو د سرتيرو له خوا ووژل شول.

هغه وايي په ځانمرګي بريد كې د ملي اردو يو سرتيرى وژل شوى اويو بل ټپي دى، خو طالبان وايي چې د چاوديدونكو توكو يو ډك هاموې موټر يې كنډك ته ننويستلى او چاودنه يې كړې ده چې د ملي اردو ګڼو سرتيرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.