هلمند كې د ۵۲ طالبانو د وژلو ادعا شوې

د ۲۱۵ ميوند قول اردودپه هلمند کې  د ملي اردو چارواكي وايي په سنګين اومارجې ولسواليوکې يې ۵۲ وسله وال طالبان وژلي دي. په دې ولايت کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو د عامه اړيکومسؤل ډګرمن محمد رسول ځاځی وايي  وسله والو طالبانو غوښتل تيره شپه په سنګين ولسوالۍ کې پرامنيتي پوستو بريدونه وکړي چې دوى ورته په څو ځايونو كې كمينونه ونيول او تر ۴۵ پورې وسله وال طالبان يې ووژل او ۳۵ نور يې ټپيان كړل.

د ميوند قول اردو وياند دغه راز وايي چې په مارجه ولسوالې كې هم په يوه نښته كې اوه وسله وال وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي. په هلمند كې د ملي اردو دا سرچينه وايي چې په دې بريدونو كې نړيوالو ځواكونو هم له دوى سره هوايي مرسته كړې ده. وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.