هلمند كې شل وسله وال وژل شوي

هلمندد هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې وسله والو د پوليسو په پوستو بريد كړى. د ګرشك ولسوالۍ امنيه قوماندان لومړی څارن محمد اسمعيل خپلواک وايي وسله والوطالبانو تيره شپه د دغې ولسوالۍ د (ده آدم خان) پرامنيتي پوستووسله وال بريدونه وكړل چې په ترڅ کې يې نښته رامنځ ته شوه، هغه وايي په دې جګړه کې تراوسه ۲۰ وسله وال طالبان او درې پوليس وژل شوي ۱۶ وسله وال طالبان او پنځه پوليس ټپیان دي.

نوموړي په خبره چې د ۱۱ وسله والو مړي د جګړې په ډګرکې پراته دي اونورمړي يې له ځان سره وړي دي، خو وسله والوطالبانوتردې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.