هلمند كې څلورويشت وسله وال وژل شوي

ملي اردو هلمندپه هلمند كې په نويو جګړو كې ۲۴ وسله وال وژل شوي دي. دا نښتې د دغه ولايت په مارجه او خانشين ولسواليو كې شوې دي. په هلمند كې د ۲۱۵ ميوند قول اردو وايي تيره شپه په مارجه او خانشين ولسواليو كې وسله والو طالبانو د ملي اردو په پوستو بريدونه وكړل چې په پايله كې يې نښته رامنځ ته او وسله والو ته درنه مرګ ژوبله واوښته.

د ميوند قول اردو د عامه اړيكو دفتر وايي چې په مارجه كې پنځلس وسله وال طالبان او په خانشين كې نهه وسله وال وژل شوي دي. دا سرچينه وايي په دې جګړه كې په دواړو سيمو كې تر ديارلسو پورې وسله وال ټپيان شوي دي. وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.