هلمند كې ۴۷ وسله وال وژل شوي

ملي اردود افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي په هلمند كې له پرون راهيسې ۴۷ وسله وال طالبان وژل شوي او نيژدې ديرش نور ټپيان دي.

په هلمند كې د  ۲۱۵ ميوند قول اردود عامه اړيکومسؤل ډګرمن محمد رسول ځاځی وايي چې دا نښتې ددې ولسوالۍ په ده آدم خان سيمه کې پرون  هغه وخت پيل شوې  چې وسله والو د ملي اردو په پوستو بريد وكړ.

نوموړى وايي بريد  ترمازديګرپورې دوام درلود، هغه وايي په دې نښته كې نړيوالو ځواکونوهم هوايي بريدونه وكړل  چې په پايله کې يې ۳۷ وسله وال طالبان ووژل شول  او۱۴ نورټپيان شول. د ميوند قول اردو د عامه اړيكو دفتر وايي  په دې نښتوکې ملي اردو ته  زيان نه دی اوښتی او وسله وال مخالفين له دغه سيمې په شاشوي دي.

هغه وايي تيره شپه  ملي اردو  په خانشين ولسوالۍ کې ځانګړي عمليات شوي چې په پايله کې يې لس وسله وال مخالفين وژل شوي او ۱۵ نورټپيان دي، هغه وايي په دې عملياتوکې د دوی ځواکونوته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې، په ورته وخت کې د ګرشک ولسوال محمد شريف خان وايي چې په ده آدم خان کې روانه جګړه پای ته رسیدلې خوپه مالګيرسيمه کې په تازه نښته کې دری پوليس ټپيان شوي اومخالف لوري ته هم مرګ ژوبله اوښتې چې دوی يې کره شمیره په لاس کې نه لري.

وسله والوطالبانوتراوسه پورې ددې نښتوپه اړه څه نه دي ويلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.