د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایی چې په هلمند کې د جګړې دواړه لوري د ملکي خلکو ژوند ته پاملرنه نه کوي.
دغه کمسيون په هلمند کې د ملکي مرګ ژوبلې په ډيروالي انديښنه ښودلې او وایی نه يوازې په دې ولايت کې د ښځواوماشومانوحقونوته پاملرنه نه کيږي بلکې نورې سرغړونې هم کيږي.
د دغه بنسټ په وينا يوازې د ليندۍ په مياشت کې د روانو جګړوپه ترڅ کې په هلمند کې سلوملکي وګړوته مرګ ژوبله اوښتې.
په هلمند کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون ساحوي مسول بلال صدیقي وایی په پام کې ده په دغه ولایت کې نوي عملیات پیل شي چې چارواکي باید تیرې تیروتنې په کې تکرار نه کړي او د ملکي خلکو ژوند ته پاملرنه وکړي.
خو د هلمند والي میرزاخان رحیمي وایی کمیسیون په دې برخه کې مبالغه کوي او ډیرو لږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې هغه هم د وسله والو طالبانو په ماینونو کې.
هغه وایی د نويوعملياتولپاره يې هم منظم پلانونه جوړکړي او په پوځي برخه کې ټولې اړتياوې پوره شوې دي. رحیمي که څه هم د عملياتود پيل نيټه نه په ډاګه کوي خووايي له هرڅه وړاندې د ستونزوحل د سولې له لارې غوره بولي او له وسله والومخالفينوغواړي چې دې ټکي ته پام واړوي.
Leave a Reply