هلمند کي د پوځ رهبري بدليږي

جنرال ویلسن شافنریو امریکایی جنرال وایی چې هلمند کې د افغانستان د ملي اردو د  قول اردو په رهبری کې بدلونونه راځي. د ناټو د غوڅ ملاتړ د قومندان جنرال ویلسن شافنر وایی هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو دا مهال د رهبري په کچه د بدلونونو په حال کې ده او جګپوړي افسران د پخوانیو چارواکو په ځای ټاکل شوي دي.

دغه بدلونونه د طالبانو او ملي اردو تر منځ له څو میاشتو سختو نښتو وروسته را منځته کیږي، چې څو قومندانان یې د سیمه ییزو چارواکو د شکایتونو له مخې بدل شوي دي. له دغو کسانو دا سې شکایتونه وو چې د معاشونو، خوراکي توکو، سون توکو او نورو تجهیزاتو کې یي فساد کاوه.

شافنر وایی د افغانستان له نورو سیمو څخه هلمند ته نور ځواکونه رسیدلي  او باید تګلارې بدلې شي. د هغه په وینا، هلمند کې اوس چې هوا سړه ده، جګړو حتی د ګرمۍ له موسم هم زیاتې شوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.