هلمند کې تکتيکي حرکت

هلمندد افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي د هلمند د موسی کلا ولسوالۍ له وروستي پوستې څخه د افغان سرتیرو وتل یو تکتیکي حرکت دي. د دغه وزارت ویاند وايي افغان ځواکونه به ډیر ژر هلته د وسلوالو طالبانو پر خلاف عملیات پیل کړي.

د تیرې شنبې په ورځ افغان سرتیرو د هلمند په موسي کلا ولسوالۍ کې  خپله وروستۍ پوسته پرېښوده. ځايي چارواکي دغه حرکت ته د پوځي تکتیک نوم ورکوي او وايي چې دا ګام په سیمه کې د نورو سرتیرو د غښتلي کیدو لپاره شوی دی. د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي ډير ژر به افغان ځواکونه په یوه نوي تاکتیک موسي کلا ته ننوځي.

هغه وایي له کورنیو چارو وزارت سره پلان جوړ شوی او له دې سره به هلته ځواکونه ځای پر ځای کړي. د هلمند والي میرزاخان رحیمي دا مني چې سرتیرو هلته تګ کړی بلکې وایي افغان سرتیرو په موسي کلا کې خپل ځای بدل کړی دی.

پردې سر بېره ویل کیږي چې د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ زیاتې برخې هم د وسلوالو طالبانو په لاس کې دي. هغه څه چې له پخوا ویل کیږي دا دي چې وسلوال طالبان غواړي د هلمند ټولې ولسوالۍ ونیسي.

موسی کلا د هلمند هغه ولسوالي ده چې افغان ځواکونو او نړیوال ایتلاف یې د نیولو په موخه ډیره مرګ ژوبله اوښتې وه، خو دادي یو ځل بیا د وسلع والو لاس ته ولویده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.