هلمند کې د سرحدي ځواکونو قوماندان ووژل شو

په هلمند کې د سرحدي ځواکونو د لیوا قوماندان په یوه چاودنه کې ووژل شو.د هلمند د والي ویاند عمرځواک وايي په هلمند کې د سرحدي ځواکونو قوماندان ظاهرمقبل د مارجې ولسوالې ته د عملیاتو د پای ته رسیدو پروګرام ته روان و چې د تیریخ ناور په سیمه کې یې نن سهار په کاروان چاودنه وشوه.  د والي ویاند وايی په دغه چاودنه کې دوه د سرحدي ځواکونو دوه سرتیري او یو خبریال ټپيان شوي دي. د هلمند پریس کلپ مشر زین الله ستانکزی وايی د شمشاد تلویزیون خبریال سردار محمد سروري ایمرجنسي روغتون ته لیږدول شوی او روغتیایی حالت یې د ډاډ وړدی.

له قوماندان سره په دې سفر کې یو شمیرخبریالان هم و چې مارجې ولسوالې ته روان وو. په مارجه کې له څه مودې را په دیخوا د وسله والو پرضد عملیات پیل شوي چې د دغه ولسوالې لاره یې خلاصه کړې او هغه سیمې یې یې هم طالبانو نیولې چې له څو کلونو را په دیخوا له دوی سره وې.

Leave a Reply

Your email address will not be published.