هلمند کې د طالبانو د وسلو تر ټولو ستره زېرمه له منځه یوړل شوه

هلمند کې د طالبانو د وسلو تر ټولو ستره زېرمه له منځه یوړل شوه

د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د هلمند ولایت کجکي ولسوالۍ په ګندم رېز سیمه کې هدفمند عملیات کړي چې په پایله کې یې د طالبانو د وسلو او مهماتو ستره زېرمه له منځه وړل شوې ده.

عملیات د کجکي ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال محمد خان په کور شوي دي.

یادو عملیاتو کې ۲۱ زره کېلو ګرامه چاودېدونکي توکي، یو قبضه راکېټ، یو میل کلاشنکیوف، ۱۵۰ زره بېلا بېل ډوله مرمۍ او ځینو نور نظامي تجهیزات د ملي امنیت ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.