هلمند کې سږ کال د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه لوړ شوي

هلمند کې سږ کال د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه لوړ شوي

د هلمند ولایت د کرنې رییس محمد زلمی الکو وايي، چې هلمند کې د نورو ولایتونو پر پرتله انګور ژر حاصل ورکوي چې سږ کال به هم له باغونو څخه نږدې نوي زره مټریک ټنه انګور لاس ته راشي.

الکو ټینګار کوي چې د انګورو باغونه جوړول د کوکنارو د کښت ښه بدیل دی چې د کروندګرو پام یې حلالو کښتونو ته کړی دی.

بلخوا هلمند کې بڼوال که څه هم د انګورو له حاصلاتو خوښ دي، خو غوښتنه یې دا ده چې حکومت دې ورسره د بازار په موندلو او سړو خونو جوړولو کې مرسته وکړي.

هلمند هغه ولایت دی چې د کوکنارو په کرکیله کې د هېواد په کچه لومړی ځای لري، خو هڅې پیل شوي چې د دغه کښت ځای نور حلال کښتونه ونیسي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.