هلمند کې سږ کال له درېیو ښوونځیو۵۴۶ نجونې فارغې شوې

د هلمند ولایت په مرکز کې د ملالۍ له عالي لېسې څخه ۲۵۹ نجونې له دولس ټولګې فارغ شوې دي.

 

د ملالۍ لېسې مدیرې زینب محمد خېل ویلي، یادو نجونو له دولس کاله تعلیم وروسته د خپل فراغت اسناد تر لاسه کړي دي.

 

محمد خېل ټينګار کړی چې فارغې شوې نجونې لوړو زده کړو ته چمتو شوي دي.

 

بلخوا هلمند کې د یو شمېر خصوصي پوهنتونونو استازو ویلي چې فارغو شویو نجونو ته به په تخفیف سره د لوړو زده کړو بشپړه زمینه برابره کړي.

 

د هلمند د پوهنې رییس هم ویلي چې دغه ولایت کې ورځ تر بلې له زده کړو سره د نجونو لېوالتیا زیاتېږي.

 

بلخوا د هلمند په بله لېسه غازي امان الله خان کې هم د  نجونو د فراغت غونډه نیول شوې ده.

 

له دغې لېسې څخه ۳۰ نجونې له دولس ټولګي فارغې شوې دي.

په همدې حال کې د هلمند د نسوان له مرکزي لېسې څخه هم سږ کال ۲۵۷ نجونې له دولس ټولګي فارغې شوې دي.

 

هلمند کې ولایت کې د نجونو درې سترې لېسې شتون لري چې هر کال ترې لسګونه نجونې فارغېږي.

 

په مرکزي نسوان لېسه کې ۶۰۰۰، ملالۍ لېسه کې ۴۹۶۰ غازي امان الله خان لېسه کې ۲۹۰۰ نجونې همدا مهال په زده کړو بوختې دي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.