هلمند کې نړیوالو ځواکونو ته اړتیاده

عبدالجبار قهرماند هلمند د ولایتي شورا یو شمیر غړي وایی له بهرنیانو پرته په دغه ولایت کې د وسله والو ماتول ناشوني دي. دوی وایی د هلمند امنيتي حالت د بهرنيوځواکونوله همکارۍ پرته نشي مهاريدلاى، په دغه ولایت کې امریکایي او بریتانوي سرتیري میشت وو چې یو کال وړاندې یې جګړه ییز ماموریت پای ته ورساوه او خپلو هیوادونو ته ستانه شول.

له کله چې دا سرتیري له هلمنده وتلي نو وسله والومخالفينو پخپلو فعاليتونو کې ډيروالی راوستی چې دادي په دې وروستيوکې د هلمند مرکزي سيموته راورسیدل او د لشکرګاه د څلورمې حوزې سیمه «باباجی» یې هم ونیوله.

حکومت په هلمند کې دجګړې د کابوکولو په موخه خورا ډیرې هځې وکړې، امنیتي چارواکي یی بدل رابدل کړل او حتی په دې وروستیو کې یې دغه ولایت ته ځانګړی اوپراتیفي مسول هم ولیږه، خوتراوسه هم جګړه په هغو ځایونو کې ده چې مخکې یې دوام درلود.

د هلمند د ولايتي شورا د امنیتي کمیټې مسول بشیر احمد شاکر وایی د هلمند د اوسنۍ جګړې د مهارولو اود امنيت په ټينګولو کې د بهرنيوځواکونوشته والي ته ډيره اړتيا ليدل کيږي. هغه وایي چې یوځل بیا اړتیا ده چې نړیوال ځواکونه بیرته دغه ولایت ته واستول شي.

د ولسي جرګې غړی او په دغه ولایت کې د ولسمشر له خوا ګومارل شوی اوپراتیفي مسول عبدالجبار قهرمان وایي که نړیوال ځواکونه دغه ولایت ته واستول شي، نو د افغان ځواکونو د ملاتړ په برخه کې به وکارول شي. خو هغه وایی چې تراوسه داسې کومه پریکړه نه ده شوې.

بلخوا د هلمند والی میرزاخان رحیمي وایی چې بهرنیانو ته نه یواځې په پوځي برخه کې اړتیا ده بلکې د بیارغونې او سرتیرو دروزنې په برخه کی یې هم ځای تش دی. رحیمي وایی په دې اړه یې رسمي څه نه دي اوریدلي .که څه هم په رسمي ډول تراوسه هلمند ته د بهرنيوځواکونو د بیرته تګ په اړه څه نه دي ويل شوي خوويل کيږي چې ښايي يوځل بيا په دې ولايت کې زرګونه بهرني سرتيري ځای پرځای شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.