هلمند کې پرماین پاکانو برید شوی

عمر ځواکهلمند کې څلور ماین پاکوونکي وژل شوي دي. د هلمند د والي ویاند عمرځواک وايی چې د دافا موسسې ماین پاکوونکي په ګرشک ولسوالې کې د ماینونو په پاکولو بوخت وو چې وسله والو ورباندې برید کړی او څلور تنه یی وژلي دي.

هغه وایی دا پیښه نن په لس نیمو بجو د اوبازانو په سیمه کې شوې ده. هغه وایی په دغه برید کې یو تن ټپي شوی او برید ګر په تیښته بریالي شوي دي. تراوسه د دغه برید مسولیت چاپرغاړه نه دی اخیستی.

ویل کیږي چې له دغه ډلې ماین پاکانو سره امنیتي ځواکونه نه وو. تراوسه د «دافا» موسسې په دې اړه څه نه دي ویلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.