هلمند کې پنځلس وسله وال وژل شوي

طالبانپه هلمند کې په دوو هوایي بریدونو کې پنځلس وسله وال طالبان وژل شوي دي. د ۲۱۵ میوند قول اردو د عامه اړیکو مسول ډګرمن محمد رسول ځاځی وايی دا بریدونه تیره شپه د دغه ولایت  په ګرشک او نادعلي ولسوالیو کې شوي دي. هغه وایی په دغه بریدونو کې دوه وسله وال ټپیان شوي هم دي.

هغه وايي په دې بريدونوکې د وسله والو مخالفينودوه موټرهم له منځه وړل شوي اوبل چاته زيان نه دی اوښتی، وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.