هلمند كې له تيرو څلورو مياشتو كې پنځه څارنوالان د فساد په تور له دندو ګوښه شوي دي .د هلمند د استيناف څارنوالى رييس فضل سلطان ساپى وايي له هغه وروسته چې په دغه دنده ګومارل شوى څلور مياشتې كيږي او په دې موده كې يې د اداري فساد پروړاندې جدي مبارزه كړې ده.
هغه وايي چې په دې موده كې يې پنځه څارنوالان د اداري فساد په جرم له دندو ګوښه شوي دي. د هلمند ولایتي شورا وایی دهر هغه چارواکي ملاتړ کوي چې د فساد پرضد یې جدي هڅې پیل کړې او د هغو پروړاندې به ودریږي چې لاهم غواړي فساد غښتلی کړي.
د ولایتي شورا غړي وایی په دې خوښ دي چې د استیناف څارنوالي له فساد تشه ده او یا یې په دغه اداره کې پروړاندې مبارزه کیږي. د هلمند اوسيدونكي هم فساد یوه لویه ستونزه ګڼی او وايي چې په دغه ولايت كې روانې نا امنۍ، ستونزې او جګړې د اداري فساد له امله رامنځ ته شوې او خلك او قومي مشران بايد په دې برخه كې د ويناوو پرځاى عملي ګامونه واخلي. په همدې وخت كې د هلمند د استيناف څارنوال د ښه كړنو له امله د ولايتي شورا د غړو له خوا وستايل شو.
Leave a Reply