هما سلطاني به ونیول شي؟

هما سلطانيله ولسي جرګې څخه د هما سلطاني د ایستلو هڅې پیل شوي دي. د ولسي جرګې غړې هما سلطاني په کابل کې د طلوع تلویزیون په کار کوونکو د وسلوالو طالبانو د ځانمرګي برید څخه په خپله فیسبوک پاڼه کې ملاتړ ښودلی و. هغې ځانمرګی برید ګر شهید او د طلوع وژل شوي کارکوونکي یې پلید او مردار بللی وو.

د دغې جرګې دوهم مرستیال نذیر احمدزی وايي د هما سلطاني د ایستلو لپاره یې سر له اوسه هڅې پیل کړي دي.  هغه وایی ښايي هما سلطاني د ملالۍ جویا له برخلیک سره مخامخ شي او له ولسي جرګې و ایستل شي.

حکومت هم وایي د هما سلطاني څرګندونې د زغم وړ نه دي، د کورنیو چارو وزارت وایی که قانون د هما سلطاني د نیولو حکم وکړي، دوی به یې ونیسي.

ښايي هما سلطاني د ولسي جرګې لومړې غړې وي چې د وسلوالو طالبانو په ځانمرګو بریدونو کې یې د ولسي وګړو وژنه توجیه کړې وي. تر دې مخکې هم هما سلطاني ویلي وو چې د وسلوالو طالبانو پخواني رهبر ملا محمد عمر د دې په کور کې څو شپې تیرې کړي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.