هندوستان درې هلیکوپترونه افغانستان ته سپارلي

ام ای ۲۵هندوستان هېواد هغه درې څرخۍ الوتکې افغان امنیتي ځواک ته سپارلې دي، چې څه مهال وړاندې یې له افغان دولت سره ژمنه کړې وه.

یوې امنیتي سرچینې دنوم نه اخستو په شرط یو تلویزیون ته ویلي، دا الوتکې اوس د افغان ځواک په واک کې دي. دغې امنیتي سرچینې وویل،‌ یوه بله هلیکوپتر به هم په دوه راتلونکو ورځو کې افغان دولت ته د هندوستان له خوا ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې هندي رسنیو د هندوستان له خوا افغانستان ته یوازې د یوې څرخۍ د ورکړې خبره تایيد کړې ده.

دا جنګي الوتکې دي، او انتقالاتي توان هم لري، چې له افغان ځواکونو سره به د جنګ په میدان کې د پوځي مرستې او اکمالاتو په برخه کې لویه مرسته وکړي. دا الوتکې ام، آی ۲۵ (MI-25) دي چې روسي ساخت دي چې د سختو جګړو لپاره ډیزاین شوې او د لومړۍ کرښې ته د سرتیرو د انتقال په برخه کې فوق العاده رول لوبولای شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.