افغان پلاوی له هند سره د ستراتيژیکې ملګرتیا په بل پړاو غږېږي

حنیف اتمرهندي رسنۍ وايي، د افغانستان د ملي امنیت مشاور حنیف اتمر او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی هند ته سفر کوي او له هغه هېواد سره د یوې نوې ژورې اړيکې د جوړېدو لپاره هلې ځلې پیلوي.

سرچينې وايي، ډیلي ته د سفر مهال به د نوامبر د میاشتې اوومه او اتمه نیټه وي. د سفر اصلي موخه په کره ډول لاهم په ډاګه نده، خو هندي چارواکو ویلي، ښايي افغان پلاوی په یاد سفر کې له هندوستان څخه د نظامي او جنګي الوتکو غوښتنه وکړي.

هندي چارواکي وايي، د وروستیو امنیتي تحولاتو له کبله کابل ترسخت فشار لاندې دی او له پاکستان سره یې هم د خبرو اترو پیل کړو هلو ځلو او باور هم نتیجه ورنکړه.

هندوستان چې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره یې ژورې اړیکې پاللې له نوي حکومت سره یې له پیله روابط په احتياط ولاړ وو، خو کله چې افغانستان له پاکستان سره د چلند نوې لاره غوره کړه او پاکستان او افغانستان د طالبانو پروسه کې خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړې هندیان ددې اړيکو په سبب له افغان دولت څخه فاصله ونیوه. حتی په وروستیو کې چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له هندوستان سره د ستراتیژیک تړون د بل پړاو پرسر خبرې کولې،‌هندوستان اعلان وکړ، چې هیڅ لوړپوړی پلاوی به دې مذاکراتو ته ورونه لېږي.

خو اوس داسې ښکاري چې هم د سیمې تحولاتو هندوستان هڅولی چې د مجبورۍ او خپلو اهدافو پراساس د افغانستان په مسایلو کې خپل نقش ولري او هم د پاکستان پروړاندې د افغانستان دا اعلان چې د طالبانو په پخلاکولو کې د پآکستان ددوه مخي سیاست له کبله راپرشا کېږي، هند دې ته وهڅاوه، چې یوار بیا خپل پخوانی ځای ډک کړي.

سیاسي شنونکي وايي، هندوستان د امریکې او پاکستان له ډاره کله هم دې ته تیار شوی ندی، چې له افغانستان سره نظامي مرستې وکړي، حتی په وروستیو وختونو کې یو اخرۍ مرحلې ته رسېدلی قرارداد یې د حامد کرزي له ګوتو بیرته واخیست. دوی وايي ښايي د هندوستان مرستې په دې برخه داځل هم ډېرې نمایشي او یا هيڅ نه وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.