هند افغانستان کې د موقت حکومت له جوړېدو سره مخالفت کړی

هند افغانستان کې د موقت حکومت له جوړېدو سره مخالفت کړی

هندۍ ورځپاڼه «انډين‌ایکسپریس» په یوه تازه راپور کې وایي، هند ډاډ تر لاسه کړی چې له طالبانو سره له سولې وروسته به افغان خاوره د هند پر خلاف نه کارول کېږي.

 

راپور وایي،”د هند د دولت وزیر ویجی‌ګوکلي له زلمي‌خلیلزاد سره په یوه کتنه کې دا ډاډ تر لاسه کړی چې له طالبانو سره له جوړجاړي وروسته به د افغانستان خاوره هغو وسله والو ډلو ته ځای نه‌‌‌ورکوي چې د هند پر خلاف فعالیت کوي.”

 

دا ورځپاڼه وړاندې کاږي، “سرچینو ورته ویلي کله چې زلمي‌خلیلزاد، ګوکلي ته وویل له طالبانو دا ډاډ تر لاسه شوی چې افغان خاوره به د ترهګریزو فعالیتونو لپاره نه‌کارول کیږي؛ نو ښاغلي ګوکلي له خلیلزاده وپوښتل چې آیا په‌دې ډله کې هغه ډلې هم شاملې دي چې د هند پرضد فعالیت کوي؟ ښاغلي خلیلزاد ورته په هو سره ځواب ورکړ”.

 

ورځپاڼه دا هم زیاتوي چې هندي وزیر امریکایي استازي ته دا هم ویلي چې “هند له طالبانو سره د جوړ جاړي په پایله کې د موقت حکومت ملاتړ نه‌کوي؛ بلکې په افغانستان کې د یوه منتخب حکومت چې د ټاکنو له لارې واک تر لاسه کوي پلوي کوي.”

 

ایکسپریس ورځپاڼه زیاتوي، زلمي خلیلزاد دې هندي چارواکي ته طالبانو سره په خبرو کې د څلورو څېړل شویو موضوع ګانو په اړه معلومات ورکړي چې هغه د بهرنیو ځواکونو وتل، له ترهګرۍ سره مبارزه، بین الافغاني خبرې او پرخ اوربند.

د طالبانو تر منځ د مذاکراتو وروستي پړاو شپاړس ورځې وخت ونیو، خو د هوکړو په اړه یې رسمي جزئیات نه‌دي خپاره شوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.