هند او فرانسې پر خپل وخت د افغان ولسمشریزو ټاکنو ترسره کېدو غوښتنه وکړه

هند او فرانسې پر خپل وخت د افغان ولسمشریزو ټاکنو ترسره کېدو غوښتنه وکړه

محور؛ چهارشنبه، د وږی میاشتې ۶ مه:

هند او فرانسې پر خپل ټاکلي وخت افغانستان کې د جمهوري ریاست د ټاکنو ترسره کېدو غوښتنه کړې ده.

کابل کې د هند سفارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هند او فرانسې مشرانو، د افغان حکومت په مشرۍ، کنټرول او څارنې د سولې له پروسې ملاتړ کړی دی.

خبرپاڼه کې راغلي: دواړو خواوو پر دې هم بحث وکړ چې د افغانستان د سولې پروسه کې باید تېرې اتلس کلنې لاسته راوړنې خوندي شي او داسې یوې سولې ته زمینه برابره شي چې ټولو ته د منلو وړ وي.

خبرپاڼه کاږي، د هند او فرانسې مشرانو په ټینګار سره ویلي چې د ترهګرو پټنځایونه او ځالې باید له منځه یوړل شي، ځکه دا چاره کولای شي تل پاتې سولې ته زمینه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې قطر کې د طالب استازیو او امریکا ترمنځ د سولې مذاکرات روان دي.

د طالبانو ویاند سهیل شاهین ویلي چې مذاکراتو کې يې پرمختګ کړی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.