د هېواد د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب کابل کې د هند له استوګن سفیر ویني کمار سره کتنه کې د سولې بهیر په اړه بحث کړی دی.
ښاغلي کمار ډاډ ورکړی، چې هېواد یې د افغانانو په مشرۍ، مالکیت او کنټرول د سولې له هغې پروسې ملاتړ کوي، چې د ثبات لامل وګرځي.
هغه وویل، چې د سولې پروسې په اړه د هند دولت د دریځ تغییر اړوند رسنیو کې وروستي خپاره شوي راپورونه د هغه هېواد د رسمي موقف استازیتوب نه کوي.
Leave a Reply