هند د افغانستان ملي اردو ته جنګي چورلکې ورکوي

جنګي چورلکېهند، نن د جمعې په ورځې اعلان وکړ چې طالبانو سره د مبارزې لپاره به د افغانستان ملي اردو ته جنګي چورلکې ورکړي.

د (NDTV) خبري شبکې راپور ورکړی چې د افغانستان ملي اردو ته د (M-25) ډوله جنګي چورلکو د ورکولو پرېکړه هند ته د افغانستان بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال حکمت خلیل کرزي د سفر په لړ کې وشوه. دا پرېکړه د دې اوونۍ په پیل کې ترسره شوه.

په داسې حال کې چې افغانستان کې نظامي هلې ځلې په زیاتېدو دي د هندي او افغاني چارواکو تر منځ امنیتي اړیکې د روان کال له پیله راهیسې لا پیاوړې شوې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال په وینا افغانستان ته د دې چورلکو ورکړه په دې مانا ده چې افغانستان طالبانو سره په جګړه کې خپل سیاست ته بدلون ورکړی.

هغه زیاته کړه چې هند ژمنه کړې د روان کال په لړ کې به ۱۰۰۰ تنه افغان پوځیان روزي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.