هند: د پاکستان هره ادعا بې بنسټه او درواغ ده

هند: د پاکستان هره ادعا بې بنسټه او درواغ ده

هندي چارواکو رد کړه چې ګنې دوه جېټ الوتکې يې د پاکستانیو ځواکونو لخوا نسکورې شوې دي.

 

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي: پاکستاني ځواکونو د دوی کومه الوتکه نه ده رانکسوره کړې

 

د راوېش کمار په وینا، درې پاکستانۍ الوتکې نن سهار د هند خاورې ته داخلې شوي چې یوه یې ترې را نسکوره کړې او د وه نورې له لږ ځنډ وروسته بېرته تښتېدلي دي.

 

هندي مسوولینو دا هم ویلي چې  د دوی یوه الوتکه را نسکوره شوې او پېلوټ یې وژل شوی دی

 

پاکستان نن ادعا کړې وه چې د هند دوه الوتکې يې را نسکورې کړې دي

 

هند یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې پاکستان دې خپله خاوره کې ترهګر په نښه کړي، کنه دوی به لاس په کار شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.