د افغانستان د سولې بهیر لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به ډېر ژر هندوستان ته ولاړ شي
د هندي رسنیو د راپور له مخې، خلیلزاد به هند ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد له چارواکو سره پر افغان سولې او امنیت خبرې وکړي
رسنۍ وايي، چې ممکن خلیلزاد له هندي چارواکو سره افغانستان کې د دغه هېواد د ونډې پر کمېدو هم بحث وکړي.
هند یو له هغو سترو مرسته کوونکو هېوادونو څخه دی، چې په هره برخه کې يې د افغانستان لاس نیوی کړی دی.
خلیلزاد پر داسې مهال هند ته سفر کوي، چې ویل کېږي طالب استازو د متحده عربي اماراتو ناسته کې له نوموړي غوښتي چې افغانستان کې دې د هند رول کم شي؛ هغه څه چې پاکستان يې تل غوښتنه کړې ده
Leave a Reply