هند كې له سلو ډېركسان سوځيدلي

په هند كې په يوه معبد كې د اورلګيدو له امله  له سلو ډيرو كسانو وند له لاسه وركړى دى. دا پيښه د كيرالا ايالت پوتينګال په ښار كې شوې ده. رپوټونه وايي په دې پيښه كې تر درې سوو پورې نور كسان ټپيان شوي دي.

په دې معبد كې دا اور تير ماسپښين لګيدلى او د معبد ودانى يې سوځولې او لوېدلې ده چې په كې بند كسانو ژوند له لاسه وركړى دى.  د اورلګيدو لامل اورلوبه ښودل شوې او وايي په دې معبد كې هركال د فستيوال په پاى كې اورلوبې كيږي.

د هند لومړی وزیر نریندرا مودي چې د پيښې له سيمې يې ليدنه كړې په دې پيښه كې خواشينې ښودلې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.