هند له افغانستان سره شل اعشاریه څلور میلیون ډالره مرسته کوي

هندوستان هندوستان به دا مرسته  د ۹۲ پروژو په اډانه کې کوي چې په اړه یې نن د افغانستان د یو شمیر وزیرانو او په کابل کې د هندوستان د سفیر من پیردوهورا ترمنځ ۱۲ هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

په دغه ناسته کې اجرایي رییس عبدالله عبدالله د هندوستان همکاری وستایلې او هغه یې د افغانستان یو ستراتیژیک دوست وباله. عبدالله عبدالله ټینګار وکړ د دې له پاره چې دا مرستې سمې ولګول شي اړونده وزارتونه یې باید د پلی کیدو په روڼتیا کې جدي کار وکړي.

هندوستان په کابل کې د هندوستان سفیر من پیرد وهورا وایی هندوستان له افغانستان سره تر دې مخکې هم مرسته کړې او دا مرستې دوام لري، هغه وویل: «هندوستان له ۲۰۰۱ کال را په دیخوا په افغانستان کې د بیارغونې په چارو له دوو میلیارد ډالرو ډیرې پیسې لګولې دي.»

دا هوکړه لیکونه د هند د سفیر اود افغانستان د عامې روغتیا، اقتصاد، کډوالو او راستنیدونکو، انرژی او اوبو، کرنې، کلیو پراختیا او بیارغونې، پوهنې، لوړو زده کړو، کار او ټولنیزو چارو، فواید عامې او د ښځو چارو وزارتونو او محلي ارګانونو د خپلواکې ادارې او بدني روزنې او سپورت د عمومي ریاست ترمنځ لاسلیک شول.

دا پروژه به ۱۳۹۵ کال کې په افغانستان کې پلې شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.