هند له افغان ځواکونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي

هند له افغان ځواکونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي

کابل کې د هند سفیر د ملي دفاع له سرپرست وزیر اسدالله خالد سره په کتنه کې ویلي، هېواد يې ژمن دی چې له افغان ځواکونو سره خپلو مرستو ته دوام  ورکړي.

ملي د فاع سرپرست وزیر له افغان ځواکونو سره د هند د مرستو قدر داني وکړه او ټینګار يې وکړ چې دغه مرستې ګټورې وې.

هند له امریکا وروسته له افغانستان سره دویم ستر مرسته کوونکی هېواد دی او له افغان حکومت سره د سمیې د ټولو هېوادونو په پرتله، زیاتې نږدې اړیکې پالي،

همدا اوس لسګونه افغان سرتېري، ښځینه او نارینه هند کې په نظامي زده کړو بوخت دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.