هند له امريكابې پيلوټه جاسوسي الوتكې پيري

هند له امريكا څخه څلويښت بې پيلوټه الوتكې پيري. د رويترز د رپوټ له مخې دا الوتكې به د جاسوسي موخو له پاره كارول كيږي او هند اوس له امريكا سره په دې اړه خبرې كوي ترڅو دا الوتكې د خپلو وسله والو ځواكونو له پاره وپيري.

هند   له چين او پاكستان سره د اوږدو پولو او هند سمندرګي د څارنې په موخه دا كار كوي. دغه هيواد تردې وړاندې د جامو او كشمير د غرنيو سيمو د څارنې په موخه دا ډول الوتكې له اسراييلو پيرلې وې. ويل كېږي امريكا هم په سيمه كې د چين د پرمختګ پر وړاندې هند ته ارزښت وركوي او دغه هيواد له ا مريكا غوښتي چې په پرمخ تللې تكنالوژى سمبالې بې پيلوټه  الوتكې وركړي. دا په داسې حال كې ده چې امريكا تردې وړاندې پاكستان ته هم د اتو اف شپاړس ډوله الوتكو د وركړې تړون تصويب كړ.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.