هند نوی بالستیک توغندی وازمایه

د هند نوی بالستیک توغندیهند یونوی بالستیک توغندی په بری سره وازمایه. د  “Agni-I”  په نامه دا توغندی کولای شي هستوي کوپړی ولیږدوي. د هندوستان تایمز د رپوټ له مخې دا توغندی د ( او دیسا) له ساحل څخه په بریالیتوب سره ازمایل شوی دی.

د هند د دفاع وزارت یوه چارواکي ویلي دا توغندی چې اوه سوه کلیومتره واټن وهلی شي د دوشنبه په ورځ په نهو بجو او پنځلسو دقیقو د هند په عبدالکلام ټاپو کې ازمویل شوی دی.

هغه وايي دا ازموینه د هند ستراتیژیکو ځواکونو د تمرین یوه برخه وه. د  “Agni-I” توغندي چې په بشپړ ډول په هند کې جوړشوی په نهو دقیقواو۳۶ ثانیو کې یې ۷۰۰ کیلومتره واټن په بریالیتوب سره وواهه.

د “Agni-I” توغندی په پرمختللي سیستم سمبال دی چې په نښه د لګیدو کچه یې هم د پام وړ زیاته کړې ده.

“Agni-I” توغندی ۱۲ ټنه وزن او ۱۵ متره اوږدوالی لري چې کولای شي تر یو ټن پورې کوپړی یا سرګلوله هم ولیږدوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.