هند وايي؛ له افغانستان سره یو استثنايي قرارداد کوو

هند وايي؛ له افغانستان سره یو استثنايي قرارداد کوود افغانستان د ملي‌امنیت مشاور ددوشنبې په ورځ یو نوی او مانادار سفر پیل کوي، هغه به هندوستان ته لاړشي او له هندوستان څخه به څلور هلیکوپترې واخلي، چې له پاکستان څخه جګړې ته رامارش شوي طالبان ورباندې وځپي.

د لودیځو رسنیو په باور که څه هم دا یو نسبي تړون دی، خو افغان دولت د نوو ملګرو په لټه دی او له هند څخه پیل به یې په هر صورت د پاکستان غصه راوپاروي.

د افغانستان نوي حکومت له پاکستان سره د نوو او په اعتماد ولاړو روابطو لپاره ډېرې هڅې وکړې، د هندوستان په څېر ډیر پخواني ملګري یې خواشيني کړل، چې پاکستان ته په ډېر اعتماد لنډ شوو، خو د افغانستان پرښارونو د پاکستان له خوا هڅول کیدونکو طالبانو بریدونو دوام دا پروسه زیانمنه کړه او افغانستان یوار بیا هندوستان ته چې د پاکستان سیمه ییز جدي سیال دی لاس غځوي.

اتمر به د هند یا روسیې ساخت څلور الوتکې ترلاسه کړي او په دې سربیره به د نورو پوځي تجهیزاتو د ترلاسه کولو په اړه هندوستان وهڅوي.

ولسمشر غني هغه وخت هم په سخته دا انتخاب وکړ، چې عام ذهنیت په خپل هیواد کې د ځان پرضد کړي، خو لویو موخو ته یې وکتل او د پاکستان له نظامیانو، ملکي حکومت او استخباراتو سره یې په اعتماد ولاړې اړېکې پیل کړې، مګر دا ځواب ډېر زر معلوم شو چې منفي دی او لاهم پاکستان کوښښ کوي، افغانستان د ترهګرو له هغې لانجې سره لاس او ګریوان پاتې شي، چې پاکستان یې په ایجاد کې مخکښ رول لري.

یوې هندي امنیتي سرچینې ويلي: موږ قصد لرو دا هلیکوپترې د افغان دولت په واک کې ورکړو دا به یو استثنايی قرارداد وي.‌

Leave a Reply

Your email address will not be published.