هند پاکستان ته بهېدونکې اوبه بندې کړې

هند پاکستان ته بهېدونکې اوبه بندې کړې

هند پاکستان ته بهېدونکې اوبه بندې کړې

د هند د کورنیو اوبو وزیر ارجن میګوال وايي، پاکستان ته يې هند بهېدونکې اوبه ګرځولي او دا کار يې د “طاس سندهـ” د تړون خلاف نه دی.

د ان جي ټلويزيون د راپور پر اساس ارجن میګوال ويلي، هېواد يې د شرقي سندونو څخه تر اوسه ۵ سوه دېرش زره هکټاره فیټه اوبه، چې پاکستان ته روانې وي درولي دي.

میګوال له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، دا اوبه يې د کورني اړتیا پر اساس ګرځولي شوي او تر هغې به نه پرېښودل کېږي، چې په راجستان او پنجاب ایالتونو کې ورته ضرورت وي.

بلخوا، د سندهـ د اوبو کمیسیون چارواکي وایي، د هند لخوا پر پاکستان د اوبو د بندېدو پر مسئله څيړي او که چېري داسې شوي وي د نړیوال منځګړیتوب محکمې ته شکایت وکړي.

 

د پلوامې تر برید وروسته، د هند او پاکستان اړیکې تر پخوا لا پسې خرابې شوي او په سرحدي پولو يې د وخت ناوخته نښتو سربېره تجارت په ټپه درلېدلې دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.