هند پاکستان ته: راشئ د وژل شویو سرتېرو جسدونه مو یوسئ

هند پاکستان ته: راشئ د وژل شویو سرتېرو جسدونه مو یوسئ

محور؛ یکشنبه، د زمري میاشتې ۱۳ مه: د هندوستان پوځ پاکستاني لوري ته وړاندیز کړی چې د خپلو سرتېرو جسدونه دې د هند تر ولکې لاندې کشمیر څخه یوسي.

د هند د پوځ ویاند کرنل راجش خبریالانو سره خبرو کې ویلي:

” مونږ پاکستان ته وړاندیز کوو چې راشي د خپلو سرتېرو هغه جسدونه چې د هند پر امنیتي پوستو يې د برید هڅه کوله او مونږ له پښو وغورځول، زمونږ له خاورې یوسي.”

بلخوا د پاکستان پوځ بیا د هند هغه ادعا چې اوه سرتېري يې له هندي پوځیانو سره جګړه کې وژل شوي رد کړې.

پاکستاني  ویلي:

” د هند ادعا مونږ په کلکه ردوو، دا مسله سمه نه ده او یو پروپاګند دی. “

دې وروستیو کې د هند او پاکستان تر منځ لانجې بیا زیاتې شوي دي چې امریکا يې د حل لپاره د منځګړیتوب وړاندیز کړی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.