هند پر پاکستان اوبه بندوي

هند پر پاکستان اوبه بندوي

محور؛ پنجشنبه، د زمري میاشتې ۳۱ مه:

د امریکا غږ راپور ورکوي چې هندوستان وایي، پاکستان ته د اوبو پر بندولو یې کار پیل کړی او ددې موخې لپاره هند هڅه کوي پاکستان ته د بهېدونکو سیندونو اوبه په داسې بڼه بل لوري ته واړوي چې د انډس د اوبو تړون هم پکې مات نشي.

دغه خبره په هندوستان کې د اوبو د چارو وزیر ګجیندرا سینګ شکاوت د شورو یا چهارشنبې په ورځ کړې ده.

“هغه اوبه چې زیاتې دي او پاکستان ته بهېږي دا به مونږ څه ډول دروو. هلته ځینې سیندونه او ځېرمې له دغو اوبو سره تړلي دي او مونږ به دا اوبه دا هغو ته واړوي.”

پاکستان وخت ناوخت دا تور لګوي چې هند د سیند طاس په نامه له پاکستان سره په شوي تړون باندې عمل نه کوي کوم چې د نړیوال بانک په منځګړيتوب باندې په ۱۹۶۰ کې لاسلیک شوی و.

Leave a Reply

Your email address will not be published.