هند کې د یو ۷ کلن هلک له خولې ۵۲۶ غاښونه ایستلې دي محور؛ شنبه، د زمري میاشتې دولسمه: د رسنیو د راپور له مخې هند کې ډاکټرانو د یو ۷ کلن ماشوم له خولې ۵۲۶ غاښونه ایستلي دي. ډاکټران وايي، دغه هلک له زیات وخت څخه د غاښونو له درد رنځېده چې اوس ترې د هند په چنای روغتون کې غاښونه ایستل شوي دي. هغوی ټینګار کړی چې له زیاتو څېړنو وروسته یې ومونده چې د هلک په خوله کې سلګونه غاښونه دي. یاد ماشوم درې ورځې روغتون کې بستر و چې اوس رخصت شوی دی او صحت یې هم ښه دی. د ماشوم په خوله کې او ۲۱ غاښونه دي.
Leave a Reply