هوايي ځواكونو ته دوې بم غورځوونكې الوتكې وركړل شوې

د ۲۰۹ شاهين قول اردوپه شمال زون کې د ناټو د غوڅ ملاتړ قومانداني په دغه زون کې افغان هوايي ځواکونو ته د A29 په نامه دوه بم غورځوونکې الوتکې وسپارلې. د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندان جنرال عبدالحميد حميد په دې اړه جوړو شويو مراسمو كې وويل سږ کال تر اوسه  افغان هوايي ځواکونو د MI35 په نامه چورلکې، د A29 په نامه الوتکې چې بمبار کوي او راکټ هم توغوي، ترلاسه کړې دي.

هغه وويل: (هوايي ځواکونو په روان کال کې د Scan Eagle په نوم د کشف الوتکې هم ترلاسه کړې، چې په ۵۰۰۰ متره لوړوالي کې الوتنه کوي او له مرکزه ۱۰۰ کيلومتره لرې تللی شي.)

په شمال زون کې د هوايي ځواکونو قوماندان جنرال اشرف كاكړ وايي و A29 الوتکې د دوو پيلوټانو په واسطه د کمپیوټر له لارې کنټرولېږي.ويل كيږي د دغه الوتكې هر وزر د سل کيلوګرامه بمونو وړلو توان او د توغولو لپاره راکټ او ماشيندار هم لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.