هيلا صديقي ونيول شوه

hila sidiqi (12)ايرانى شاعره او انځورګره هيلا صديقي د تهران په نړيوال هوايي ډګر كې نيول شوې ده. له ايران څخه رپوټونه وايي چې نوموړې ته په غياب كې دوسيه جوړه شوې او د محكمې له خوا محكومه شوې ده.

هيلا صديقي د ۱۳۸۸ كال د ولسمشرۍ په ټاكنو كې د مير حسين موسوي د ټاكنيز كمپ غړې وه چې تر ټاكنو وروسته څو ځلې د امنيتي ارګانونو له خوا نيول شوې هم  وه. هغه په ۱۳۹۰ كال كې  په څلور مياشتې تنفيذي او پنځه كاله تعليقي بند محكومه شوې وه. صديقي  له نيوكې ډك شعرونه ويل چې په خواله رسنيو كې يې ډير مينه وال موندلي و. هغه د بيان د آزادۍ يوه جايزه هم ترلاسه كړې وه.

نور په انځورونو كې:

Leave a Reply

Your email address will not be published.