هېواد کې د اختر په لومړۍ ورځ هېڅ امنیتي پېښه نه ده رامنځته شوې

هېواد کې د اختر په لومړۍ ورځ هېڅ امنیتي پېښه نه ده رامنځته شوې

محور؛ یکشنبه، د زمري میاشتې ۲۰ مه:

نن یکشنبه هېواد کې د لوی اختر لومړۍ ورځ وه.

د هېواد له ګڼو ولایتونو رارسېدلي راپورونه وايي چې هېڅ ولایت کې امنیتي پېښه نه ده شوې او وسله وال پوځ هم د تیار شئ حالت کې دی.

امنیتي ځواکونو له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د هېواد په کچه د امنیتي په جدي تامین بوخت دي.

امنیتي چارواکیو تېره ورځ ډاډ ورکړی و چې افغان ځواکونه د امنیت تامین ته ژمن دي او هېوادوال دې په پوره ډاډ اختر تېر کړي.

افغان ځواکونه که څه هم د  تیار شئ په حال کې و، خو هغه سیمې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې دې، هېڅ راز برید یې په چا نه دی ترسره کړی.

د هېواد په ګڼو ولایتونو کې افغانانو د امنیت تامین برخه کې د افغان ځواکونو هڅې ستایلې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.