واشنګټن اېګزماینر: محب په حقه و

واشنګټن اېګزماینر: محب په حقه و

واشنګټن اېګزماینر د زلمي خلیلزاد په تړاو د افغانستان ملي امنیت سلاکار ډاکټر محب پر څرګندونو مطلب رااخیستي چې پکې ویل شوي که څه هم محب ته به وروسته له دې د امریکا ویزه نه ورکول کېږي ځکه ژبه يې ډيپلوماټیکه نه وه، خو هغه پر حقه و.

د ورځپاڼې دا مطلب د خلیلزاد تاریخچې ته ګوري، چې د نورو کارونو تر څنګ يې د سپټمبر یوولسمې له پېښې وړاندې د طالبانو یوه ډله امریکا ته بېولې وه تر څو د هغه وخت له ولسمشر سره وګوري او د امریکا او طالبانو تر منځ اړیکې عادي شي، او د ښاغلي محب د خبرې په تائید لیکي چې ښايي خلیلزاد شخصي اجنډا هم ولري. د بېلګې په توګه، د افغانستان غوڅ اکثریت خلکو غوښتل چې ظاهر شاه بېرته راشي، خو د روغې جوړې د یوې شورا یا د اساسي قانون د کوم اجلاس د مشر په څير، نه د پاچا په توګه، نو ځکه خلیلزاد ځان کرزي ته نږدې نږدې کاوه او هڅه يې وه تر څو اغېز پرې ولري، ځکه خلیلزاد پدې باور چې په کرزي اغېز پر ظاهر شاه اغېز دی.

دغه مطلب وړاندې په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ کې د افغانستان ولسمشرۍ څوکۍ ته د خلیلزاد د ودرېدو په تړاو بحث کوي چې د نیویارک ټایمز د یوې مقالې په استناد د بارک اوباما د حکومت پر مهال څه ډول خلیلزاد ته د افغان او امریکايي چارواکو له لوري د کرزي د دورې د وروستیو ورځو پر مهال لابي کېدله تر څو په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازولۍ څخه وروسته د افغانستان ولسشمر شي.

د عراق د عملیاتو پر مهال، تر ډېره عراقیانو خلیلزاد ته د یوه ډيپلوماټ څخه ډېر د یوه سوداګر په سترګه کتل، ځکه هلته ده د کردستان د نفتو په برخه کې پانګونه کړې وه او د مشورتي لاروچارو له لارې چې ظاهراً قانوني ښکارېدې، د ډېرو عراقیانو په وینا، فساد یې کاوه، او همدا ټکی دی چې افغانان يې دې پوښتنې مطرح کولو ته اړ وېستي چې آیا خلیلزاد خپل تجارت پر مخ بیايي که رښتیا هم د افغانستان د امنیت لپاره منډې ترړې کوي.

کله چې ټرمپ د افغان سولې لپاره خلیلزاد وټاکه، نو هغه د توافق داسې چوکاټ رامنځته ته کړ چې طالبان يې لاپیاوړي کول. یواځې دا يې هم ونه کړل، بلکې د افغانستان امنیت يې په هېڅ وشمېره او افغان حکومت ته يې د سولې په خبرو کې ځای ورنکړ، معلومات يې ورسره شریک نکړل او حتی کوم نقش يې هم ورنکړ.

سره له دې چې افغان ملي امنیتي ځواکونه د طالبانو پر وړاندې د خپلواکۍ جګړه پر مخ وړي، خلیلزاد هڅه وکړه چې دا روایت (نرېټیف) کنټرول کړي او د انتقادونو پر وړاندې له خپله ځانه دفاع وکړي، نو ځکه يې د امریکا سفارت امرالله صالح ته ویزه ورنکړه. که څه هم ډېوېډ هېل د محب پر خبرو نېوکه وکړه، خو داسې ښکاري چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د خلیلزاد پر کړنو او همدارنګه پر هغو دښمنیو نه و خبر چې ده د ولسمشر غني په ګډون د امریکا په ګڼو متحدینو کې رامنځته کړې وې.

په ۱۹۹۴ کې د شمالي کوریا سره یوې هوکړې ته د رسېدو په پار، د امریکا حکومت جنوبي کوریا په پام کې ونه نیوله او همدا ډول يې راوروسته د ایران د اټومي پروګرام په اړه د اسرائیلو اندېښنې په پام کې ونه نیولې او همدا له ډاکټر محب سره همدا چم کوي.

لیکوال په پای کې وايي چې د امریکا ملي امنیت او د افغانستان خپلواکي باید د خلیلزاد د ځانغوښتنې څخه ډېر ارزښت ولري. واضح حقیقت دا دی چې محب دا ډول خبرې د یو لامل په پار کړې دي. د خلیلزاد دا لاره په هر صورت افغانستان د تباهۍ لوري ته بیايي. په ورته مهال، د خلیلزاد د شخصي سیاسي ګټو، شخصي تجارت او ډيپلوماسۍ د لسګونو کلونو ډول، افغانان سخت ناراحته کړي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ښايي د محب خبرې ناعادلانه وګڼي، خو که خلیلزاد په ماداګاسکار هېواد کې استازی مقرر شوی وای، لږ وخت وروسته به ده هلته هم د کافي او وانیلا تجارت پيل کړی وای.

Leave a Reply

Your email address will not be published.