واشنګټن: دوحه کې له طالبانو سره په مهمو مسایلو خبرې روانې دي

واشنګټن: دوحه کې له طالبانو سره په مهمو مسایلو خبرې روانې دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت  مرستیال ویاند ورابرټ پالادینو ویلي: قطر کې د امریکا او طالبانو د واکمنو پلاوو ترمنځ مهمې خبرې روانې دي.

 

د نوموړي په وینا، د رسمي خبرو تر څنګ د غونډې په څنډو کې هم د سیاسي بنسټونو او طالبانو ترمنځ سیاسي بحثونه کېږي.

 

نوموړي ویلي، دوی له تېرو څو ورځو راهیسي په دې خبرو کې پرمختګ کړی دی او تمه ده چې دا خبرې به مثبتې پایلې ولري

 

هغه ټینګار کړی هغه مورد چې د سولې مذاکرات یې ځنډولي دي، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو مسله ده.

 

لوېدیځو رسنیو بیا نن راپور ورکړی چې طالبانو د امریکا هغه و ړاندیز رد کړی چې له مخې به یې خپل سرتېري له درېیو تر پنځوو کلونو موده کې باسي.

 

طالبانو ویلي دي چې امریکایان باید د یو کال په اوږدو کې له افغانستان څخه  ووځي.

 

سولې عالي شورا بیا ویلي چې طالبان د دې حق نه لري چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو خبرې وکړې.

 

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم ازبکستان ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد له چارواکو غوښتي چې د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیر ملاتړ وکړي.

 

د ازبکستان د ملي امنیت سلاکار ویلي چې له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو پیل پرته د سولې تامین ناشونی دی

Leave a Reply

Your email address will not be published.