واشنګټن ټایمز: د ټرمپ ګډوډ دریځ به افغان سوله ټکنۍ کړي

واشنګټن ټایمز: د ټرمپ ګډوډ دریځ به افغان سوله ټکنۍ کړي

امریکايي واشنګټن ټایمز ورځپاڼې تازه مطلب خپور کړی دی او ویلي دي چې د افغان سولې په تړاو د ډونالډ ټرمپ ګډوډې خبرې به دغه بهیر پېچلی او د پرمختګ چاره به یې له ننګونو سره مخ کړي.

 

مطلب کاږي چې ولسمشر ټرمپ بیا اوبه خړې کړې او په افغانستان کې د پوځيانو د شمېر په اړه يې یوځل بیا داسې مهال څرګندونې وکړې چې امریکايي ډپلوماټان له طالبانو سره د خبرو په یوه بل مهم پړاو کې بوخت دي او ځینې سیمه ایز شنونکي وايي چې د ټرمپ مغالط پیغامونه په تېرو ۱۷ کلونو کې د شوي پرمختګ لیلام کېدو خطر لري.

 

ولسمشر ټرمپ له فاکس نیوز ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې ۹۰۰۰ امریکايي ځواکونه به په افغانستان کې پرېږدي تر څو د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه وکړي او د ناټو د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې به کار کوي.

 

شنونکي وايي چې د سولې د خبرو پر مهال چې امتیازګیري مهمه ده، د ټرمپ دغه کار له پايدارې سولې سره مرسته نه کوي او دې چارې د افغانستان حکومت په غصه او ترهولی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.