واشنګټن پوسټ: افغان سرتېري یرغلیز پړاوو ته ننوتي

واشنګټن پوسټ: افغان سرتېري یرغلیز پړاوو ته ننوتي

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپل تازه راپور کې لیکلي چې افغان پوځیان اوس له دفاعي حالت یرغلیز ته ننوتي.

 

ورځپاڼې په خپل وروستي خپور شوي راپور کې د غزني د هغو دوو ولسوالیو بېرته  نیولو ته اشاره کړې چې کلونه د طالبانو تر کنټرول لاندې وې او تازه افغان سرتېرو نیولې دي.

 

ورځپاڼه کاږي، په داسې حال کې چې قطر کې له طالبانو سره د امریکا مذاکرات جریان لري، طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی؛ خو په مقابل کې يې افغان ځواکونه چې رهبري يې بشپړه ځوانه ده، یرغلیز بریدونه پیل کړي دي.

 

د ورځپاڼې په حواله، د افغان امنیتي بنسټونو په مشرتابه کې هغه کسان دي چې برېټانیې او امریکا کې يې زده کړې کړي  دي او له کار کړنو يې امریکايي چارواکي هم خوښ دي.

 

د راپور له مخې یو بل نوی بدلون دا دی چې په لیرې پرتو سیمو کې پوستې ټولېږي او پر ځای یې نسبتاً لوی مرکزونه جوړیږي چې وکولی شي په چټکۍ عمل وکړي.

 

افغان ځواکونه له دفاعي حالت یرغلیز ته په ننوتلو، د هېواد په کچه يې د طالبانو زیات شمېر هغه زندانونه چې په ډېر پېچلو ځایونو کې و، مات کړي او لسګونه هغه افغان سرتېري چې په کې بندیان و، بېرته ترې راخوشې کړي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.