د افغان جګړې د پای پر پلان کار روان دی

د افغان جګړې د پای پر پلان کار روان دی

واشنګټن پوسټ: له سوریې څخه د امریکايي سرتېرو تر وتلو وروسته امریکايي جګپوړو چارواکو کار پیل کړی، چې په کوم ډول خپل پوځیان له افغانستان څخه  وباسي.

واشنګټن پوسټ لیکلي، چې د ټرمپ وروستي ټویټ پوست امریکايي چارواکي په سخت حالت کې ګیر کړي دي او مالومه نه ده چې د افغان جګړې او د سرتېرو د اېستلو په اړه به کومه پرېکړه کوي?

د ورځپاڼې په حواله، اړتیا ده چې امریکايي چارواکي د ډونالډ ټرمپ له کلنۍ وینا وړاندې، له افغانستان څخه د سرتېرو د اېستلو پلان بشپړ کړي.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرېکړې بېلا بېل غبرګونونه راپارولي دي

افغان حکومت په زغرده ویلي، د سرتېرو وتل پرې ځکه آغېز نه کوي چې افغان ځمکنی او هوايي ځواک د تمې خلاف پیاوړی شوی او په هر حال کې له خپلې خاورې او هېواد دفاع کولای شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.