وال سټریټ ژورنال: که پر افغان سوله توافق وشو، ټاکنې ځنډېږي

وال سټریټ ژورنال: که پر افغان سوله توافق وشو، ټاکنې ځنډېږي

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په خپل تازه مطلب کې لیکلي: که چېرې امریکا او طالبان د سولې بهیر کې هوکړې ته ورسېدل، سم دلاسه به ټاکنې وځنډېږي

مطلب کې ویل شوي، خلیلزاد اووم پړاو مذاکراتو کې ډېر چټک پرمختګ کړی دی

په مطلب کې راځي چې که د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړه کېږي نو ټاکنې به ځنډول کېږي او که ټاکنې وشي، نو پایلې به جنجالي شي او په دې توګه به په سوله کې اوږد ځنډ رامنځ ته شي.

ژورنال لیکلي چې د سولې مذاکراتو کې د امتیاز اخېستو په هدف، طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی چې جګړه یې خونړۍ کړې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.