وال سټرېټ ژورنال: د کشمیر مسله افغان سوله زیانمنوي

وال سټرېټ ژورنال: د کشمیر مسله افغان سوله زیانمنوي

محور؛ چهارشنبه، د زمري میاشتې ۱۶ مه:  د امریکا “وال سټريټ ژورنال” لیکي چې د کشمیر د خودمختارۍ له منځه وړل د افغان سولې پر هڅو منفی اغېز کوي.

مطلب کاږي چې د هند له لوري د هندي کشمیر د خودمختاره حکومت لغو کول د پاکستان غصه راپارولې ده؛ حال دا چې دواړه هند او پاکستان له طالبانو سره د سولې اړوند مهم لوبغاړي دی.

مطلب سپين بیانوي چې د هند دغه عمل رسماً د افغان سولې بهیر له ګواښ سره مخ او نور يې هم پېچلی کوي.

لکه څرنګه چې د افغان سولې نهايي کېدو ته لنډې مودې پاتې دي، د هند دا کړنه د سولې په تړاو سیمه ایزه اجماع له خطر سره مخ کوي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان لا ویلي چې د هند دا اقدامات د جګړې د نښلېدو لامل کېږي.

چین هم ویلي چې هند په دې کار سره “د چین ځمکنۍ بشپړتیا ته زیان رسوي.”

مطلب زیاتوي که د کشمیر مسله د هند او پاکستان تر منځ په جنجال واوښته يا پوځي برخورد رامنځته شو، افغان سوله هېره کړئ.

په هند کې لاهم د هندي کشمیر د خودمختارۍ اړوند بحثونه روان دي

Leave a Reply

Your email address will not be published.