وردګو کې د حقاني شبکې ۹ غړي وژل شوي دي

وردګو کې د حقاني شبکې ۹ غړي وژل شوي دي

د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د میدان وردګو ولایت دایمیرداد ولسوالۍ په دادو خېلو کلي د حقاني شبکې د غړو پر مرکزونو چاپه وهلې ده.

 

د ملي امنیت خبرپاڼه وايي، چې عملیاتو کې د حقاني شبکې ۹ فعال غړي وژل شوي دي او دوه شکمن کسان له هغوی سره د همکارۍ په تور نیول شوي.

 

د خبر پاڼې پر اساس، عملیاتو کې همدا راز د حقاني شبکې ۱۰ عرادې موټر سایکلونه، یو ۸۲ مټریز هاوان، او یو شمېر نورې سپکې او درنې وسلې د دوی لاس ته ورغلې دي.

 

خبر پاڼه کې ویل شوي چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو دوه هغه رېنجر موټر چې څه موده مخکې حقاني شبکې له امنیتي ځواکونو نیولي و، له موټر سایکلونو او نورو وسایطو سره یو ځای پر سیمه کې سوځولي دي.

 

په دې وروستیو کې د هېواد په کچه د طالبانو په مرکزونو د افغان ځواکونو ځانګړو عملیاتو زور اخېستی دی چې ښې لاسته راوړنې هم لري.

 

وسله والو طالبانو او حقاني شبکې بیا تر اوسه ددې عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.