وركې شوې دستګاه د داعش له خپرونو سره مرسته كړې

داعشپه ۲۰۱۱ کال کې بهرنیو ځواکونو د ۳۰۱ سرحدي زون ته يوه داسې دستګاه وسپارله چې دتورخم په دروازه کې ترلګولو وروسته یې کولی شول، دټولو هغو راډيو ګانوخپرونې بندې كړي چې افغان حکومت یې نه غواړي خو اوس دغه دستګاه نادرکه ده.

ځايي مسولینو وايي د دې دستګاه په اړه معلومات نه لري. دې كار د داعش كار ښه آسانه كړاو اوس يوه پربله پسې د اف ام موج راديو ګانې پيلوي. په ننګرهار كې د داعش راديو ګانې يوه پربل پسې را پورته كيږي.

د خلافت غږ راډيو وروسته اوس په ننګرهار كې د لشكر اسلام په نامه يوې بلې راديو په خپرونو پيل كړى. دا راډيو  ډیورنډ کرښې ته نږدې اوریدل کیږي خود خلافت غږ راډيو په ټول ننګرهار كې په ښه کیفیت اوریدل كيږي چې خپرونې يې د حکومت او مطبوعاتو پرضد دي.

په ننګرهار كې خلك وايي داعش او د دولت نورې وسله والې ډلې غواړي په حكومت د خلكو باور راكم او خپل تبليغات ډير كړي. د ننګرهار والي سليم خان كندزى وايي د دې راديو ګانو د خپرونو د مخنيوي په موخه يې پراخ اقدامات كړي دي. هغه وايي ښايي دا راديو له ډيورنډ كرښې بلې خواته وي او يا هم دې لور ته د داعش تر كنترول لاندې سيمو كې. هغه وايي چې په دې اړ هڅې دوام لري چې دا راديو ګانې بندې كړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم وايي په دې خبر دي او ولسمشري يې هم پرې خبره كړې ده. داعش غواړي د خپل قلمرو په پراخولو سره له تبليغاتي لارو چارو هم ډيره ګټه واخلي.  دې ډلې له خواله رسنيو ډيره استفاد كړې او اوس يې هم كوي  ځكه له دې لارې كولاى شي چې له كومې ستونزې او سانسور پرته خپل پيغام خلكو ته ورسوي او له دې لارې خپل ملاتړي ډير كړي.

خو په افغانستان كې دا ډله نه يوازې له خواله رسنيو استفاده كوي بلكې د راديوګانو په جوړولو سره يې خپل پروګرامونه او جذب ډير پياوړى كړى دى.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.