وزیرستانیان: پنجابي پوځیان ټپي پښتانه د درملو په واسطه وژني

وزیرستانیان: پنجابي پوځیان ټپي پښتانه د درملو په واسطه وژني

د وزیرستان ځايي خلک وايي، پاکستاني پوځیان هغه پښتانه چې ټپیان شوي دي، له کورونو يې بهر کوي او د درملو په واسطه يې وژني.

 

ځايي خلکو د خړ کمر وروستۍ پېښې ته اشاره کړې او ویلي یې دي هغه پښتانه چې له علي وزیر سره کتار کې ټپیان شوي وو، پاکستانیو پوځیانو له خپلو کورونو کاږلي دي او وروسته یې د پېچکارۍ په واسطه وژلي دي.

 

د خړ کمر یوه اوسېدونکي تازه ویلي: کومه ورځ چې پوځ په خړ کمر کژ پر خلګو ډزژ وکړې او زيات کسان یې ژوبل کړل، اوس پوځ هغه کسان نيسي، د درملو په زور یې شهيدانوي او لاښونه یې په اوبو يا ډېران کي غورځوي.

 

د هغه په خبره، کوم جسدونه چې د خړ کمر له پېښې دوه ورځې وروسته موندل شوي دي، ټول د پاکستانیو ځواکونو لخوا د پېچکارۍ په واسطه وژل شوي دي.

 

دوه ورځې وړاندې پاکستانیو ځواکونو په خړ کمر سیمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو په لوی کتار برید وکړ چې له امله یې درې کسان وژل شوي دي او له څلوېښتو زیات نور ټپیان دي.

 

له دغه برید وروسته پاکستانیو ځواکونو د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر ونیوه.

 

د علي وزیر له نیول کېدو وروسته پښتون ژغورنې غورځنګ غړو پراخ احتجاجونه پیل کړي دي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.