وزیرستان کې ماین چاودنې ۴ پاکستاني پوځیان وژلي

وزیرستان کې ماین چاودنې ۴ پاکستاني پوځیان وژلي

محور؛ یکشنبه، د زمري میاشتې ۲۷ مه:

د جنوبي وزیرستان اړوند سیمه کې نن سهار د پاکستانیو ځواکونو په کتار بمي چاودنه شوې ده.

سیمه ییزې سرچینې وایي، یاده چاودنه کې لږ تر لږه ۴ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

پاکستانیو طالبانو ادعا کړې چې برید دوی ترسره کړی دی، ۴ سرتېري يې وژلي او ۵ يې ټپیان کړي دي.

د پاکستان پوځي چارواکو بیا د وژل شویو سرتېرو شمېر دوه یاد کړی دی.

قبایلي سیمو کې پر پاکستانیو ځواکونو د بریدونو کچه زیاته شوې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.