وزیرستان کې ۱۴ پاکستانیو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

وزیرستان کې ۱۴ پاکستانیو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

د شمالي وزیرستان اړوند سیمه کې د پاکستانیو ځواکونو په موټریز کاروان دوه غبرګې چاودنې شوي چې له امله یې ۴ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي او ۱۰ نور ټپیان دي.

 

پاکستانیو چارواکو ویلي چې برید کې د سرتېرو ځینې موټر هم ویجاړ شوي دي.

 

چارواکو نه دي ویلي چې برید چا کړی دی او نه هم تر اوسه کومې ډلې ددې برید مسوولیت پر غاړه منلی دی.

 

تېره اوونۍ هم شمالي وزیرستان کې د دوو جلا جلا پېښو پر مهال پاکستاني ځواکونه تر برید لاندې راغلي وو چې ګڼه مرګ ژوبله یې ور اړولې وه.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.